
کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې افغانستان په هند کې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر او نومبر کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو ته لاره پيدا کړې ده.
د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ لوبه کې افغان لوبډلې ته پنځه نومرې ورکړل شوې او په دې سره يې د ټولو نومرو شمېر یې ۱۱۵ ته ورسېد.
د کرکټ نړیوالې شورا له دغې لوبې وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې وويل، چې افغانستان په هند کې د یوه ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې ځای خپل کړی دی.
که څه هم د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه لوبه د باران له امله بې پايلې اعلان شوه خو دواړو لوبډلو ته پنځه-پنځه نومرې ورکړل شوې.
د يادونې وړ ده، چې د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې به ۱۰ هېوادونه برخه اخلي، چې له دې ډلې څخه هند د کوربه هېواد په توګه وار دمخه ياد جام ته لاره موندلې او په پاتې ۹ هېوادونو کې به ۷ د نړیوال سوپر لیګ له لارې ټاکل کېږي او ۲ نور به د غوراوي له یوه بل پړاوه لار مومي.
افغانمل