ښوونه او روزنه

په لوګر کې د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانیستل شوې

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د لوګر په بره کي برک او محمد آغې ولسواليو کې د دوو لومړنيو ښوونځيو ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ل ته وويل چې د بره کي برک ولسوالۍ د حاجيانو د لومړني ښوونځي ودانۍ او په محمداغې ولسوالۍ کې د دستګير کوچي د لومړني ښوونځي ودانۍ د (اقرا) د پروګرام په همکارۍ د څه ناڅه ۲۰ میليونو افغانيو په لګښت په پاخه اواساسي ډول جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د دغو ښوونځيو هره ودانۍ شپږ درسي خونې، د څښاک اوبو څاه او نور ضروري ملحقات او په يو وخت کې د ۳۰۰ زده کوونکو ظرفيت لري.
د يادونې وړ ده چې د بره کي برک ولسوالۍ د اخندخېلو د لومړنى ښوونځي ودانۍ او د محمداغې ولسوالۍ د اخندزاده د لومړني ښوونځي ودانۍ څلور ورځې مخکې د (اقرا) پروګرام له لارې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته