
کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د پاکستان حکومت خپلې کرکټ ملي لوبډلې ته اجازه ورکړې، چې د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د ګډون په موخه هند ته لاړه شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان تل د سپورټ او سیاست په جلا والي ټینګار کړی او نه باید د پاکستان او هند اړیکې د نړیوالو لوبو په لاره کې خنډ رامنځته کړي.
د یاد هېواد د بهرینو چارو وزارت دغه راز د خپلې لوبډلې د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او تمه یې ښودلې، چې د دوی لوبډلې ته دې په هند کې بشپړ امنيتي خونديتوب ورکړل شي.
ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د مهال وېش له مخې، د کرکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د هند په کوربه توب د اکتوبر پر ۵مه د هند په احمد آباد لوبغالي کې پيل او د نومبر تر ۱۹ نېټې به دوام وکړي.
پاکستان دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې هند د آسيا کپ سياليو پرمهال پاکستان ته له تګ انکار کړی و.
لمر