خبرونهټولنه

د کسبګرو او هټیوالو د عوایدو د تثبیت او درجه بندۍ بهیر خبرتیا

کابل، د زمري ۲۵مه، باختر
د مالیې وزارت د ۱۰۵۸ قراردادي بستونو او د عوایدو لوی ریاست ټولو هغو غوښتونکو ته چې د یاد ریاست د کسبګرو او هټیوالو (اصنافو) د درجه بندۍ او د هغوی د عوایدو د تثبیت پروژې لپاره یې د ګومارنې په موخه خپل اسناد استولي وو؛ خبر ورکول کېږي چې د لنډ نوملړ (شارټ لېسټ) بهیر پای ته رسېدلی او په شرایطو برابرو کسانو ته برېښنالیکونه استول شوي دي.په شرایطو برابر غوښتونکي دې د خپلو برېښنالیکونو (Inbox) او (Spam) وګوري او د آزموینې ملي ادارې له لوري استول شوې آنلاین فورمه کې؛ حروف په پښتو او دري ژبو او شمېرې دې په انګلیسي ژبه ولیکي او فورمه دې په بشپړ دقت سره ډکه کړي.دغه راز غوښتونکو ته د فورمې ډکولو او استولو نېټه له چهارشنبې ورځې (د روان کال د زمري له ۲۶مې) د راتلونکې جمعې ورځې (د زمري تر ۲۸مې) پورې غځول شوې ده.د لا زياتو معلوماتو لپاره د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکو د خدمتونو مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې او يا له (info.ard@mof.gov.af) برېښاليک سره اړيکې ونیسئ. وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا