امنیت

په هلمندکې د مور او ماشوم د روغتون په سلوکې اتيا چارې بشپړې شوې دي

لښکر ګاه باخترد چنګاښ دمیاشتې ۲۵ مه
د هلمند ولايت مرکز کې د مور او ماشوم  پنځوس بستریز روغتون چې په پخوانۍ پې ارټي کي موقیعت لري ، تردې مهاله يي اتیا سلنه چاري بشپړي شوي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې د هلمند مستوفي او د ولایت مقام سرپرست غلام محی الدین صدیق په داسي حال کې ، چي د عامې روغتیا رېیس او تخینکي ټېم هم ورسره وه ، د دغه روغتون له ودانۍ  څخه لیدنه او نظارت وکړ.
د هلمند سرپرست دغه روغتون د هلمندۍ مېرمنو د صحت لپاره یو ښه زیری وباله ، چې د ده په وینا په پرانیستلو سره به يي ګڼې روغتیايې ستونزي حل شي.
صدیق وویل : اوس مهال د دغه روغتون د ودانۍ چاري اتیا سلنه بشپړي شوي دي او کار يي له ټولو معیارونو سره سم روان دی.
په ورته وخت کې د هلمند د عامي روغتیا رېیس ډاکټرمولاداد توبه ګار وويل چې ، دغه روغتون چي د یو سل اتیا میلیونو افغانیو په لګښت جوړیږي ، د بودیجې له ځنډ سره مخامخ شوی دی.
دی وايي که د مرکز له خوا پروخت پیسې ونه رسیږي ښايې کار يي په میاشتو نور هم وځنډيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته