سیاست

اجرائیه رئیس د اروپايي ټولني له تلونکي سفیر سره د افغانستان او اروپايي ټولني پر همکاریو بحث وکړی

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر او ځانګړي استازي مایکل میلیبن سره دمخه ښې کتنه وکړه. داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې د افغانستان او اروپايي اتحادیې پر ګډو پروګرامونو،‌د همکاریو پر اوسني وضعیت، راتلونکي او تقویت باندې بحث وشو. اجرائیه رئیس په کابل کې د ماموریت پر مهال د افغانستان او اروپايي ټولنې د همکاریو د پیاوړتیا او ټینګښت په موخه د ښاغلي میلیبن د کار او زیار له امله مننه وکړه او ده ته يې په راتلونکي ماموریت کې د بریاوو هيله وکړه. هغه د انتخاباتو په څیر په ډیموکراټیکو پروسو کي له افغانستان سره د اروپايي ټولني همکارۍ اساسي وبللي او ددې ډول همکاریو دوام ئې د راتلونکي لپاره وړاندیز کړی. په پروني کتنه کې د افغانستان د سولې پر پروسه او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو پر راتلونکو انتخاباتو باندې هم بحث وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته