امنیت

دطالبانو مشرتابه ددغې ډلې څوتنه مهم غړي نيولي دي .

کابل باختردوري دمياشتې ٣١ :

مطبوعاتو ته داسي رپوټونه رسيدلي دي  چې دطالبانو دمشرتابه له خوا ددغې ډلې دڅو تنو مهمو غړو دنيول کيدو څرگندوي دي .

په دې ډله کې دطالبانو دملي امنيت وزير هم شامل دي.

دډيلي تلګراف ورځپاڼې په دي باب ليکلي دي دطالبانو مشرتابه   ددغې ډلې يوجګپوړي پوځي غړى او دوه  تنه مهم قوماندانان نيولي دي  .

 ملااسماعيل  چې تيرکال دطالبانو دپوځې کميسيون درييس په توګه چې ددوي دپوځي فعاليتونو په ترسره کولو دتصميم نيوني لوړه مرجع ده له ملااحد اغا اوملا غلام حسن  سره دطالبانو د  ډلې دمشرتابه دنورو غړو په لارښوونه نيول شوي دي.

په ښکاره ډول په دغو دريو تنو تورلگول شوي دي  چې دپيسو داخيستلو  په بدل کې اجازه ورکړې ده  چې دبهرنيو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه په اسانې سره له هغي لاري تيرشي  چې ددغو دريو تنو دجګړه مارانو له خوا کنتروليدي . ويل شوي دي دغه درې تنه  په دي وروستيو وختو کې زيات جايدادونه پيرودلې  دي او دطالبانو دډلې مشرتوب ټينګار کوي چې ترلاسه شوي پيسي بايد دطالبانو عوايدو ته تحويل شوي واي  . سره له دي چې افغان مقاماتو ، نړيوالو ځواکونو تراوسه پورې دطالبانو دډلې ددغو دريو تنو غړو دنيولو په باب نظرنه دي  څرگندکړي خوسياسي کارپوهان  دطالبانو دډلې دمشرتابه له خوا ددغي ډلې ددغو دريو تنو مهمو غړو نيول اودطالبانو دمشرتابه په کړى کې د اختلاف درامنځته کيدو ښکارندوي بولي اودواقعيتونو دپټولو په خاطر ،  دناټو له اکمالاتي کاروانونو څخه دپيسو اخيستلو تور ور باندې لګول  شوي دي.

دغه درې تنه په داسي حال کې  نيول شوي دي چې څه موده مخکي دطالبانو دډلې دوو تنو قوماندانانو دپاکستان په کويټي ښارکې له يوبل سره نښته وکړه چې له امله يې دواړه قوماندانان اوددوي يوشميرافراد ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته