
کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کې د یاد ولایت له دیني عالمانو، سپین ږیرو او مخورو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د کندز ولایت دیني عالمانو، سپین ږیرو او مخورو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ته د سفر ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د اسلامي امارت راتګ داسې زمینه برابره کړې ترڅو خپلې ستونزې په اسانۍ سره تر لوړو مقاماتو او مراجعو پورې ورسوو.
دوی دغه راز خپلې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې په تېرو شلو کلونو کې زموږ سیمو ته هېڅ کار نه دی شوی.
هغوی همدارنګه د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، ترڅو په دې ولایت کې سړکونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او داسې نورې پراختیايي پروژې پلې کړي.
ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د دې ولایت د مخورو او سپین ږیرو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د خپل شته توان او امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته به رسېدنه وشي.