سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت اعلاميه

کابلباختر د ثور د مياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اعلاميه
هغو كسانو ته چې جګړه پرې تپل شوې ده دجهاداجازه ورته کړې شوې ده ځکه پردى ظلم شوی دی، او بې شکه الله جل جلاله د دوی د مرستې توان او قدرت لري. صدق الله العظيم دمبارک ايت ژباړه
له بده مرغه د افغانستان دښمنانو زموږ د خاورې د ګټو پر خلاف د پردۍ تپل شوې جګړې د دوام لپاره زموږ د بې ګناه وګړو، ماشومانو، ښځو، عالمانو او سپين ږيرو وژلو ته دوام ورکړی، زموږ د ماشومانو راتلوونکی یې ګواښلی، او د نړۍ د سيالو هېوادونو له کتاره يې د افغانستان د ايستلو لپاره په فساد او وينې تويونې لاس پورې کړی دی.
د افغانستان حکومت سولې ته د يوه ملي ارمان په سترګه ګوري، او لومړيتوب ورکوي، خو دا چې د افغانستان دښمنانو پر افغانانو باندې خپله ناوړه او ناروا جګړه تپلې ده، زموږ امنيتي ځواکونه د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره بشپړه وړتيا، زړورتيا او چمتووالی لري.
د ډارنوتروریستانو موخه دا ده چې د وحشت او تاوتريخوالي له لارې زموږ د ولس په زړونو کې وېره واچوي، خو دا يې هېره کړې ده چې افغانانو هيڅکله د ډار او تاوتريخوالي په مقابل کې سر نه دي ټيټ کړي.
د افغانستان حکومت پر عالمانو، ولسونو او مدني ټولنو یو ځل بیا غږ کوي چې د خپل ملي او دیني ناموس د دفاع دنده یواځې خپلو سرتېرو ته پرې نږدي، ملي یووالی وساتي او د اسلام د لارښوونو په رڼا کې، د خپلې ملي او ديني وجيبې په ترسره کولو د انسان وژنې او فساد روانې لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان حکومت خپلو خلکو ته ډاډ او دښمنانو ته خبرداري ورکوي چې زموږ ملي امنيتي ځواکونه په داسې حال کې چې د سولې الهي اصل او انساني ارزښت ته ژمن دي، د خپل ملي او ديني ناموس د ساتنې لپاره د خپلو خلکو ترڅنګ ولاړ دي او د هر ډول ګواښ د مقابلې وړتيا او زړورتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته