سیاست

په نړيوالو مطبوعاتو کې دافغانستان په وړاندې دپاکستان په سياست انتقاد .

اسلام آباد- نيوزنو – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دپاکستان د دى نيوز ورځپاڼې دافغانستان په وړاندې دپاکستان په پاليسۍ انتقاد وکړ او له افغانستان څخه ناسم درک تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي دپاکستاني ښي اړخي ډلې په نظر افغانستان هغه هيواد دى چې کيداى شي له هندوستان سره جګړه پکې پرمخ بوځي.
مقاله زياتوي دافغانستان په باب دغې نظريې هغه وخت قوت واخيست چې له هند سره دپاکستان داړيکو مسله طرحه شوه .
د دى نيوز ورځپاڼه په دوام کې ليکي دافغانستان ، هند او ايران ترمنځ دچابهار دبندر دتړون دلاس ليک کولو په وړاندې زموږ غبرګون هرڅه دهند په سترګيو ګورو او دافغانستان ارزښت له سترګو غورځوو ددغې ورځپاڼې دڅرګندونو له مخې پاکستان له ټولو ميراثونو سره سره هيڅکله هلې ځلې نه دي کړي چې افغانستان او دهغه فرهنګ وپيژني.
ورځپاڼه دمقالې په پاى کې دمهاجرو افغانانو په اړوند دپاکستان په سياست انتقاد کوي او هغه سياسي انګيزه او له افغانستان سره په اړيکو کې بدلون منوونکى بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته