
کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د خوست د ټڼټیو ولسوالۍ په ملنګانو کلي کې ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړه.
د خوست د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ یاده ودانۍ د ولسي تړون اقرأ پروګرام په آډانه کې رغول شوې چې د چارو په بشپړېدو سره یې ۲۴۰ زده کوونکو ته په مناسب چاپیریال کې د زده کړې زمینه برابره شوه.
د يادونې وړ ده چې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې ۲۱ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي، چې د یو شمېر ودانیو کارونه بشپړ شوي او د نورو د رغولو چارې لا هم دوام لري.
وصال