خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د ليمو او مالټې د حاصلاتو د زياتوالي لپاره هڅې زياتې شوې دي

۲- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
حکومت هلې ځلې کوي د نويو بڼونو په جوړولو سره په ننګرهار کې د ليمو او مالټې د حاصلاتو کچه لوړه کړي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې سږکال په کامې ولسوالۍ کې سلګونه بڼونه جوړ شوي دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو کلونو پورې حاصل ورکړي.
د ننګرهار د کرنې، او اوبولګولو او مالدارۍ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه بڼونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالو په مرسته جوړ کړي دي.
هغه وويل چې په نړۍ کې د بڼوالۍ له نويو لارو چارو څخه د بڼوالو د بلدتیا لپاره يې ورکشاپونه هم جوړ کړي دي.
ننګرهار همدا اوس په افغانستان کې د ليمو او مالټې زيات حاصلات لري.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته