سیاست

جمهوررئیس غني د اندونیزیا له سفیر سره د مخه‌ښې کتنه وکړه

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر انصاري تاج‌الدین سره د مخه‌ ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره په بېلابېلوبرخو کې  په ځانګړي ډول د بشري سرچینو د ظرفیت لوړولوپه  برخه کې د اندونیزیا د همکاریو قدرداني وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په ټینګښت کې د اندونیزیا سفیر له هڅو مننه وکړه.
جمهوررئیس غني دې‌ته په اشارې چې افغانستان او اندونیزیا دوه ملګري، همکار او مسلمان هېوادونه دي وویل، د اسلامي تمدن د ارزښتونو د بنسټي کېدو په برخه کې باید لا زیات کارونه ترسره شي. هغه افراطیت د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف وباله او ټینګار یې وکړ چې باید په ګډه هڅه وشي تر څو د هغو ډلو د فعالیت مخه ونیول شي چې په اقلیت کې دي او غواړي اسلام او ارزښتونه یې یرغمل کړي.
د هېواد جمهوررئیس په ټولو ډګرونو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د مناسباتو په پراختیا ټینګار وکړ او ښاغلي انصاري تاج‌الدین ته یې په راتلونکو دندو کې د لا زیات بریالیتوب هیله وکړه.
د اندونیزیا سفیر چې په افغانستان کې د ماموریت موده  پای ته رسېدلې ده وویل، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ یې د مناسباتو د ښه ‌والي په خاطر زیاتې هڅې کړي دي او دغه اړیکې به راتلونکې کې هم همداسې ټینګې پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته