
کابل/ د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د پکتیا د شواک ولسوالۍ په باخېلو کلي کې ۳۰۳ متره د اوبو کانال جوړ کړ.
د پکتیا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال ۱،۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې رغول شوی چې ۲۶۵ جریبه ځمکه به ترې خړوب شي.
وصال