اقتصاد

يو انس سره زر په ١٥٠٤ډالرو پلورل کېږي

– کابل/باختر/ د زمري٣١مه
په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٥٠٤ډالرو پلورل کېږي.
د پښتنې بانک د سرو زرو د مارکېټ يوه پلورونکي قاهرخان د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل چې نن د کابل په بازارونوکې يوګرام الجزايري سره زر په ٣٧٠٠ افغانيو يوګرام مصري سره زر په ٣٦٠٠ افغانيو، کويټي په٢٩٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٩٥٠ افغانيو، بحريني په٢٩٠٠ افغانيو، عربي په٢٩٠٠ افغانيو، ايراني په٢٦٥٠ افغانيو او يو ګرام روسي په ٢١٥٠افغانيو پلورل کېږي.     
پاى/سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته