سیاستخبرونه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ګډ پلاوي هلمند ته سفر وکړ

کابل، د غبرګولي ۱۱ مه، باختر

له کابل څخه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت یو ګډ هیئت تېره ورځ هلمند ولایت ته سفر وکړ.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ تېره ورځ د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د اقتصادي چارو د تحلیلاتو رئیس ملا اسدالله شریف او د یاد وزارت د پذیریش امر ملا محمد اسلام هلمند ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوی د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمود ثاني، د یاد ریاست معاون حلیمي او کارکونکو سره د دې ریاست په دفتر کي غونډه وکړه.

د غونډي په ترڅ کي د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست پر پالیسي او ولس ته د ښه خدماتو د وړاندي کولو پر څرنګوالي هر اړخیزه بحث وکړ، همدا راز د مسوولیت او دندي په ترسره کولو او د بیت المال سره د صداقت، اخلاص او امانتدارۍ د اصولو پر مراعت کولو ټینګار وشو.

/ابوی

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا