چاريکار/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دپروان ولايت په سيد خيلو ولسوالۍ کې خلک د نا امنيو له زياتوالي څخه شکايت لري او انديښمن دي .
د سيد خيلو ولسوالۍ اوسيدونکو د باختر اژانس خبريال ته وويل : په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ګواښونه د غير مسوولو وسله والو کسانو د شتون لامل دي .
د دغې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د شپې له خوا پوليس په دې سيمه کې ګزمه کوي .
سيدخيل د پروان ولايت مرکزي ولسوالي ده چې د کاپيسا له ولايت سره ګده پوله لري او په تيرو کلونوکې يې امنيتي حالت د قناعت وړ و .
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي ددغو ستونزو د لرې کولو په باب وويل چې شپه او ورځ هلې ځلې کوي هغه لنډه غر چې په دغې ولسوالۍ کې د بد امنيو سبب کيږي، ونيسي او د خپلو عملونو په سزا ورسوي .
0 1 دقیقه لوستل