امنیت

په بغلان کې دداعش دشپږوکورنيو ځاى پرځاى کيدل دخلکو دانديښنې سبب شوي دي

کابل  باختر د سلواغې دمياشتې  ٢ :
د بغلان ولايت ځينې اوسيدونکو ددغه ولايت په بيلابيلو سيموپه خاصه  توګه   د مرکزي بغلان او بورکې په  ولسواليو  کې  د داعش د ډلې د کورنيو له  ځاى پرځاى کيدو څخه خپله  انديښنه څرګنده کړې ده.
دغه اوسيدونکي د بغلان د مدني ټولنې اوعادي افرادو څخه دي  او ادعا کوي  چې له پاکستان څخه د راستنوشويو کورنيو په منځ کې داسې کورنۍ هم  شته   چې اصلا هيڅ  نه پيژندل کيږي  او په قوي احتمال سره ګومان کيږي چې دداعش په ډلې پورې اړوند وي.
   د مدني ټولنې فعال محمد امان حيدري  او جمعه خان دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل :   له  څو مياشتو راپه دې  خوا يو شمير  زيات  افراد او   مشکوکې  کورنۍ  دبغلان دخلکو له ټول  فرهنګ سره دراستنوشويو مهاجرينو تر عنوان لاندې  بغلان ته  ليږدولې شوي  دمرکزي بغلان او بورکې ولسواليو  په بيلابيلو سيمو کې  ځاى پرځاى   او دکورونو او ديني مدرسو په جوړولو بوخت دي،.
دوى  زياته کړه  ؛ دديني مدرسو په جوړولو  بر سيره  د ځمکو او کورنو په اخيستلو لاس پورې  کړي  په داسې حال کې  چې ددوى ددغه شان کارونو مخه ونه نيول شي ،بغلان به  په وروستيو کلونو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
د مرکزي  بغلان ولسوال ګوهرخان بابري په  داسې حال کې چې  مرکزي بغلان ته  له پاکستان څخه دراستنوشويو کډوالو ددقيق شميرپه باب بې خبري وښوده ، 
په  مرکزي بغلان کې دداعش دکورنيودځاى پرځاى کيدوله امله  دبغلان دخلکو  انديښنې ردې کړې څرګنده يې کړه چې ځاى پرځاى شوي کورنۍ د بغلان ولايت دبيلابيلو کليو  اوسيدونکي دي چې له څلورو لسيزو څخه بيرته راستنې شوي دي  چې  ددغه ولايت له ټول فرهنګ سره سمه بلدتيا نلري.
دغه راز د بغلان ولايت دمهاجرينو د راستنولود چارو رئيس محمدنعيم کارګر هم  د باخترآژانس له خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې د بغلان  ولايت ته  له پاکستان څخه د راستنوشويوکورنيوشمير پنځه زره کورنۍ  وښوده  زياته يې کړه د راستنوشويو کورنيو په منځ  کې دغه شان خبرونه  چې د دوى په منځ  کې دداعش کورنۍ هم شته  دغې ادارې ته داسې خبرونه نه  دي رارسيدلي .
ديادونې وړ ده  دبغلانيانو دغه شان انديښنې  په داسې حال کې   په مرکزي
بغلان کې   دداعشيانو دکورنيو  دځاى پرځاى کيدو له امله ترسره کيږي  چې څه موده مخکې  څه دپاسه  سلو تنو ديني عالمانو هم  په يوه غونډه کې  دداعشيانو دفعاليتونوله امله خپلې انديښنې  څرګندې کړې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته