امنیت

د قندهار پر معروف ولسوالۍ د موټر بم چاودنې شوې دي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٩مه
وسله والو طالبانو د قندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د څلورو زغروالو ټانګو په مټ د موټر بم چاودنې کړې دي.
چارواکي وايي چې په چاودنو کې دواړو لورو ته د سر او مالي زیانونه اوښتي دي.
د قندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د څلورو زغروالو ټانګونو په مټ د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د موټر بم چاودنې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په چاودنو کې څه ناڅه ۱۱ پولیس شهیدان شوي او ۱۳نور يې ټپيان شوي دي.
د قوماندان په وینا: په چاودونو او نښته کې ۴ ځانمرګي او ۱۷ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
ویل کېږي د پېښې ټپیان مرکز ته لېږدول شوي او پر ځای یې تازه دمې سرتېري د ولسوالۍ د امنیت لپاره استول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته