نړۍ

يوه مسيحي ميرمن او ميړه په پاکستان کې قرآن شريف ته د سپکاوي په تور له ووژلو وروسته وسوځول شول

اسلام آباد – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د پاکستان د ختيځ په يوه سيمه کې يوې ډلې قهرجنو مسلمانانو يوه مسيحي ميرمن او ميړه قرآن شريف ته د بې حرمتۍ په تور ووژل.
د پوليسو دڅرګندونو له مخې : يرغلګرو د دغو دوو تنو له ډبولو او وژنې وروسته د دوى مړي د دوى د کار د سيمې د خښتو د پخولو په پټۍ کې سوځولي دي.
دغه پيښه د پاکستان د پنجاب ايالت د مرکز لاهور ښار په شپيته کيلومترى واټن کې په يوه کلي کې رامنځته شوې ده.
يوه سيمه ييز مامور وويل: پوليسو هلې ځلې وکړې چې دغه مسيحي ميرمن او ميړه وژغوري؛خو د يرغلګرو شمېر بيخي زيات و او پوليسو کوم کار ونه کړى شو.
د پوليسو او د حکومت جګپوړي مامورين سيمې ته تللي دي چې د دغې پيښې په باره کې تحقيق وکړي.
په پاکستان کې مذهبي مقدساتو  او کفر ويلو ته په سپکاوي پورې اړوند تورونه ډير جدي نيول کيږي او په زياترو مواردو کې د عادي خلکو اقدام په ځان پسې لري.
وسله والوکسانو د روان کال په سپرلي کې د پاکستان په ملتان ښارکې يو وکيل وواژه چې په مقدساتو په سپکاوي تورن د پوهنتون د يوه استاد وکالت يې په غاړه اخستى و.
نږدې يوه مياشت مخکې هم په پاکستان کې يوې محکمې د يوې مسيحي ښځې د اعدام حکم چې په ٢٠١٠ م کال کې په کفر ويلو محکومه شوې وه؛ تاييد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته