امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٧
د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه په لعل پورې ولسوالۍ کې له هغو وروسته ونښته چې يرغلګرو غوښتل د خلکو په کورونو بريدونه وکړي .
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته