کابل باختر د تلې د مياشتې ١نېټه:
د لوړ وزده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري د زيک د مخابراتو او فرهنګي نړيوال مرکز او د المان د فدرالي جمهوريت د برلين د تخنيکي پوهنتون په بلنه نن آلمان ته روان شو .
د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې ، آلمان ته د لوړو زده کړو د وزير د سفر هدف د برلين د تخنيکي پوهنتون د کمپيوټر له څانګې څخه د ماسترى په سويه د افغان محصلانو د فراغت په څلورمه غونډه کې ګډون دى.
دغه غونډه د سپټمبر د مياشتې په ٢٣ نېټه د برلين په ښار کې جوړيږي .
د لوړو زده کړو وزير په آلمان کې د خپلې استوګنې په بهيرکې د برلين د تخنيکي پوهنتون او د دغه هېواد له نورو مقاماتو سره به د آلمان د بورسونو او له افغانستان سره د دغه هېواد د زياتو مرستو په باب خبرې وکړي .
ختم_ شکريه _ اکرم