(PS)خبرونه(PS)امنیت

د کندز امنیتي چارواکي: له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي سیمې له امنیتي پلوه خوندي دي

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د کندز امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې له ګاونډیو هېوداونو سره سرحدي سیمې له امنیتي پلوه خوندي او تر دې دمه هېڅ ډول ستونزه نشته.

د دغه ولايت امنيه قومندان قاري بختیار معاذ باختر آژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې باختر آژانس ته وویل، چې کندز یو سرحدي ولایت ده، بیا د  امام‌ صاحب، قلعه‌زال او کلباد ولسوالۍ د دوست هېواد تاجکستان سره هم سرحده ولسوالۍ دي.

معاذ ګاونډي هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې زموږ سرحدي سیمې خوندي دي او په سرحدي سيمو کې امنيت تامین دی او هېڅ ډول امنیتي ستونزه او خطر نشته.

په همدې حال کې د کندز د امام ‌صاحب ولسوالۍ او شېرخان بندر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت سرحدي سیمې وضعیت تر بل هروخت د ډاډ وړ دي او هېڅ امنیتي ستونزه نشته.

ورته مهال په شېرخان بندر کې سرحدي ځواکونه چې په ګزمو او تلاشۍ بوخت دي وايي، چې له نېکه مرغه ډاډمن امنیت دی، زموږ ګزمې او تلاشۍ دوامداره دي او چاته اجازه نه ورکوو، چې د سرحدي سیمو امنیت خراب کړي.

د یادونې وړ ده، چې د امام‌صاحب، قلعه‌زال او کلباد ولسوالۍ د کندز ولايت له هغو درې ولسواليو څخه دي، چې له ګاونډي هېواد تاجکستان سره په سرحد کې پرتې ولسوالۍ دي.

لمر\همنوا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا