امنیت

په غزني کې د څه د پاسه شلو کيلوګرامو اپينو کشف

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
د غزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ٢٧ کيلوګرامه اپين کشف او ضبط شول.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل چې دغه اپين په مهارت سره په يوه سراچه ډوله موټرکې ځاى پرځاى شوي و چې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا د غزني ښار په مربوطاتوکې د لويې لارې په يوه امنيتي پوسته کې کشف او ضبط شول.
خبرځاى وويل چې د سراچه موټر چلوونکى د دغو توکو د قاچاقو په تور نيول شوى او تحقيقات پيل شوي دي.
دغه راز خبرځاى زياته کړه: د غزني په يوه کورکې پنځه بوتله شراب هم د پوليسو له خوا کشف او ضبط شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: شراب د غزني ښار په يوه کورکې توليد شوى و او د پيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته