امنیت

نظام الدين قيصاري په تېښتې بريالي شو

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر :
دبلخ امنيتي مسوولين وايي  چې دنظام الدين قيصاري دنيولوعمليات تېره شپه پاى ته ورسېد . خو نظام الدين قيصاري دجګړې له سيمې څخه په تېښتې بريالى شوى دى .
دبلخ دامنيې قوماندانۍ  وياند عادل شاه عادل رسنيو ته وويل  چې امنيتي ځواکونه دشپې دلسو بجو په شاوخواکې دنظام الدين قيصاري داستوګنې سيمې ته ننوتل .او دسيمې په پلټنه يې پيل وکړ خو هغه په تېښتې بريالى شو ى دى .
دمزارشريف دښار حالت نن عادي شوى دى . او خلک خپلو کارونو ته راستانه شوي دي .
داسې رپوټونه هم شته چې نظام الدين فيصاري دمزارشريف ښار  دپنځمې ناحيې دعزيز اباد په سيمه کې دجګړې له ځاى څخه دجوزجان مرکز شبرغان ښار ته تښتېدلى دى .
په دغو رپوټونو کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې دنظام الدين قيصاري يوشمېر افراد وژل شوي دي او يوشمېر نور يې ټپيان شوي دي . او شپږ تنه يې نيول شوي دي .
په دغو عملياتوکې څو تنه پوليسان ټپيان شوي دي او درې پوځي ټانکونه سوځيدلي دي .
دسيمې اوسيدونکي وايي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې يوشمېر خلکوله خپلو کورونو څخه وتلي و او دجګړې په سيمه کې ملکي کسانو او داستوګنې کورونوته هم زيان اوښتى دى .
  دغه راز په مزارشريف ښار کې يوشمېر دوکانونه اوښوونځي دجګړې له امله تړلې و .
دبلخ پوځي مسوولينو ويلي دي چې  دوى د زرواکۍ او دغير مسوولو وسله والو کسانو دلرلو په تور له عدلي اوقضايي بنسټونو څخه دنظام الدين قيصاري  دنيولوحکم لري . خو هغه تسليم نه شو .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته