سیاستخبرونه

جمهوررییس غني: د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د همکارۍ نوی څپرکی پیل شوی دی

– کابل / د کب ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار  د ولسي جرګې له رییس او غړو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د چارو ادارې لوی رییس هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررییس غني د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې د تصویب په خاطر د ولسي جرګې د غړو مننه وکړه، ویې ویل: افغانستان  تر بل هر وخت تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره په غوره حالت کې قرار لري.
هغه زیاته کړه: په دې برخه کې به په راتلونکو میاشتو کې له ملي شورا سره مشورې وشي او د جدي مذاکراتو په موخه د یوې حللارې پیدا کولو لپاره زمینه برابرېږي.
جمهوررییس وویل: ملي شورا ته د اساسي قانون او جمهوریت په څېر درناوی کېږي او د درې ګونو قواوو له همکارۍ او ګډو هڅو پرته، اساسي قانون له خطر سره مخ کېږي.
جمهوررییس غني څرګنده کړه: له ولسي جرګې سره به لا زیاتې مشورې وکړم او په پیل کې به رهبري پلاوي او وروسته له ټولو کمېسیونونو سره جلا کتنې ولرم او د هغوی او د مؤکلینو د نظریاتو پر اساس به فیصله وکړم.
جمهوررییس غني دېته په اشارې چې خلک له سیاسي قشر باور غواړوي، د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بودجه جوړلو کې اساسي تغییر راولي. هغه اعلان وکړ: د بودجې له جوړولو دوه میاشتې وروسته به له تاسو سره ملي سراسري مشورې پیل شي او باید معیارونه واضح او مشخص وي.
د هېواد جمهوررییس د دې په بیانولو سره چې په جینوا کنفرانس کې د بین المللي ټولنې مرستې مشروطې دي، له ملت او بین المللي ټولنې سره د ژمنو پوره کولو لپاره د ملي شورا د همکاریو غوښتنه وکړه.
جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ د همکارۍ نوی څپرکی پیل شوی دی او په ګډه به د ملت غوښتنې عملي کړو.
په دې کتنه کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په خپلو خبرو کې وویل: مننه کوم چې مالیې وزارت ته د جمهوررییس د لارښوونې پر اساس، د ولسي جرګې اصلاحي غوښتنو ته رسیدګي وشوه او ومو کولی شول د عادي او انکشافي برخو لپاره غوره سند وړاندې او هغه تصویب کړو. 
هغه دېته ته په اشارې چې نن د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د همکاریو نوې دروازه پرانېستل شوه، زیاته کړه: د بودجې پر سر د ولسي جرګې او مالیې وزارت ترمنځ د لیدلوریو توپیر د ډیموکراسۍ ځینې ښکلاوې او د قواوو تفکیک ښیي او هغه باید د اختلافاتو او جلاوالي په معنی تعبیر نشي.
میر رحمان رحماني څرګنده کړه: ولسي جرګې تل د سولې، هدفي ترورونو، د فساد ضد مبارزې، ښې حکومتولۍ او په ادارو کې د اصلاحاتو په ګډون په مهمو ملي مسایلو کې د دولت د دریځ ملاتړ کړی دی.
د ولسي جرګې رییس زیاته کړه: د سولې د خبرو درېدو او د طالبانو بهانو، د جګړې، وچکالۍ او ورځ تر بلې د بېوزلۍ زیاتېدو ته په پام د ولسي جرګې ټول غړي ستاسو په اندېښنو کې خپل ځان شریک بولي او د همکارۍ اعلان کوي او زموږ توقع دا ده چې د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا او باور جوړونې ته جدي پاملرنه وشي.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته