
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د کندز د برېښنا حوزې ریاست مسوولین وايي، چې د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د سنبلې له میاشتې د ۱۴۰۱ لمریز کال تر مرغومې میاشتې یو میلیارد، ۱۴۹ میلیونه، ۲۲۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د برېښنا حوزې رییس ملا شهدالله نسیم له باختر آژانس سره په ځانکړې مرکه کې وویل، چې د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د سنبلې له میاشتې تر ۱۴۰۱ لمریز کال مرغومې میاشتې پورې یې یو میلیارد، ۱۴۹ میلیونه، ۲۲۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ عواید راټول او په شفاف ډول د دولت خزانې سپارل شوي دي.
د ملا نسیم په خبره، د فساد پر وړاندې یې جدي مبارزه کړې، چې د دغه عوایدو په راټولېدو سره د تېرو کلونو په پرتله د دغه ریاست په عوایدو کې ۱۵.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
هغه وویل، چې که څه هم له پوروړو څخه میلیونونه افغانۍ راټولې شوې دي، خو اوسمهال هم ۸۴ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۱۲۱۴ افغانۍ پورونه پاتې دي، چې د راټولو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.
د شهدالله نسیم په خبره، که څه هم د کندز د مرکز په ګډون د دشت ارچي، قلعه زال او آقتاش ولسوالیو زیاتره سیمې تر اوسه له برېښنا بې برخې دي، خو د اسلامي امارت له بریا وروسته د کندز د مرکز چهارسرې، عسقلان، ینګي عارق، نیکپي او تلوکه سیمو ته او دغه د چهاردرې او علي آباد ولسوالیو دوو کلیو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
د کندز د برېښنا رئیس د دولتي ادارو، د کندز له ښاریانو او ټولو پېرودونکو څخه غواړي، چې برښنا بیلونه په خپل وخت تحویل کړي، تر څو د ستونزو سره مخ نه شي.
لمر