نړۍ

دامريکا شپاړلس ايالتونه نور له سوريې څخه پناه غوښتوونکي نه مني .

واشنګتن  باختر د لړم شپږ ويشتمه :
  دامريکا دشپاړلسو  ايالتونو چارواکي وايي چې دپاريس له بريدونو وروسته دامنيتي انديښنو په دليل  نور دسوريې دمهاجرينو منلو ته حاضر نه دي
دميشيګان ايالت ګورنر  ريک اسنايدر وويل چې ديوې بيا کتنې دترسره کولو تر وخته پورې به دنويو  پناه غوښتوونکو منل وځنډول شي .
الاباما  ، تکزاس  او يوشمير نورو ايالتونو ورته ويناوې صادرې کړې دې خو دبهرنيو چارووزارت يوه  وياند وويل چې ددغه اقدام قانوني والى تراوسه پورې څرګند نه دى .
  دامريکا جمهور رييس بارک اوباما ويلي دي چې امريکا دې بايد له هغو کسانو سره دمرستې لپاره  چې د سوريې له جګړي  څخه تښتي زيات اټکل وکړي  او ستره ونډه په غاړه واخلي .
دامريکا دمدني حقوقو په ټولنه کې دمهاجرينو دحقوقو دپروژې مدير سيسليا وانګ  چې  ددغه هيواد يو ډير مهم  غير دولتي سازمان دى په يوه وينا کې وويل :ځينو سياستوالو اټکل کړى دى چې دپاريس تراژيدي په متحده ايالاتو کې دسوريې دپناه غوښتوونکو په ميشت کولو پورې اړوند وبولي خو دا ساختګي پيوند دى د ډار اچوونې پربنسټ دسياستونو تنظيم په دوو دليلونو  تيروتنه ده دداسې ترور لپاره دپناه غوښتوونکو پړ بلل چې  ورڅخه تښتي له واقعيتونو  سره اړخ نه لګوي او په حقوقي لحاظ  هم غلطه کاردى  ځکه چې دهغو قوانينو او ارزښتونو پرخلاف دي چې  زمو ږ هيواد پکې جوړ شوى دى . 
دګورنرانو تصميم دتيرې جمعې په شپه دپاريس  له بريدونو وروسته نيول کيږي چې ١٢٩ تنه پکې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته