سیاست

دانسان دقاچاقو دمخنيوي دقانون طرحه برابره شوې ده .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
دعدليې وزير ډاکتر عبدالبصير  انور نن دانسان تښتونې او قاچاقو پرخلاف  دمبارزې دعالي کميسيون په لومړۍ غونډه کې وويل چې دانسان دقاچاقو دمخنيوي دقانون طرحه چمتو شوې ده .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې چې دپوهنې ، عامې روغتيا او دمهاجرنيو دراستنولو دچارو دوزارتونو دمعينانو ، دلوى څارنوالۍ دادارې ، دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون ،  ملي امنيت  ، دافغانستان دمدافعو وکيلانو دخپلواکې ټولنې ، دبهرنيو چارو ، حج او اوقافو ، دښځو دچارو او دکاراو ټولنيزو چارو دوزارتونو  داستازو په ګډون جوړه شوه  ، دعدليې وزير دانسان دقاچاقو دجرم پراختيا له انديښنو ډکه وبلله او ويې ويل دانسان قاچاق وړونکي زياتره په هغو هيوادونوکې چې په بې وزلۍ اوسياسي بحران کې لتاړ دى، فعال دي .
دعدليې وزير له دولتي رسنيو څخه وغوښتل چې دانسان دقاچاقو او تښتونې پرخلاف دمبارزې په ګډون دملي پروګرامونو خپرولو ته پاملرنه وکړي .
برخه والو له رسنيو څخه وغوښتل چې دغه شان غونډې دې تر خبري پوښښ لاندې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته