امنیت

د يوه وسله وال طالب له خوا د يوه جوړ شوي ماين د چادونې د هغه ميرمن او دوه ماشومان ووژل شول

کابل باخترد لړم دمياشتې١نيټه : 
په فارياب ولايت کې پرون د يوه وسله وال طالب له خوا د يوه جوړ شوي ماين د چادونې له امله د هغه ميرمن او دوه ماشومان ووژل شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل:  د وسله والوطالبانو يو ماين جوړونکى ملا صدرالدين د دغه ولايت د ګرزيوال ولسوالۍ په سرچکان کلي کې  کله يې چې غوښتل په خپل کورکې يو ماين د چاولو لپاره عيار کړي، دغه ماين وچاوديد چې له امله يې د ده ميرمن او دوه ماشومان ووژل شول.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې ملا صدرالدين هم تپي شوى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته