(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د کندز د پاسپورت مدیریت۵۰ میلیونه افغانۍعواید راټول کړي

کابل، د وږي ۲۸ مه، باختر
د کندز د پاسپورت مدیریت مسوولین، د یاد مدیریت په عوایدو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکوي.
د کندز ولایت د پاسپورت مدیریت سرپرست قاري عبدالستار بهرالدین د باختر آژآنس خبریال ته وویل چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې ۷ زره ۳۳۲ ټوکه پاسپورټونه وېشلي او له دې لارې یې ۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د نوموړي زیاته کړه چې غوښتوونکو ته په دوه ډوله آنلاین او آفلاین پاسپورتونه وېشل کېږي، چې سختو ناروغانو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د پاسپورت مدیریت غوښتوونکو ته د پاسپورت د وېشلو ترڅنګ د شمال ختیځ په کچه د بهرنیو اتباعو لپاره د ویزود وېش مسوولیت هم په غاړه لري

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا