فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : ځوانان دې دامنيت په تامينولو کې دهېواد له امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي .

کابل باختر دليندى شپږ ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات نن دکورنيو چارو وزارت دپاليسۍاوستراتيژۍ له معينې ميرمن حسنا جليل سره وکتل . دباختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې دځوانانو دچارو معين دځوانانو دحالت دښه والي په لاره کې دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونوپه باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل دملي وحدت حکومت ځوانانو ته پاملرنه کوي اوموږ هم په هره برخه کې له ځوانانو سره همکاريو . ده ټينګار وکړ چې بايد ځوانان په بېلابېلو برخو کې دامنيت دتامينولو په لاره کې له امنيتي ځواکونوسره همکارى وکړي . د کورنيو چارو و زارت دپاليسۍ او ستراتيژي معينې په بېلابېلو برخوپه تيره بيا دامنيت په تامينولو کې دځوانانو رول ارزښتناک وباله او ويې ويل چې دهېواد زيات شمير وګړي ځوانان تشکيلوي له دې امله دهېواد له ځوانانو څخه غواړو چې تل له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکار واوسي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته