ټولنه

څه ناڅه سل زره افغانان له کورونو څخه يې بې ځايه شوي دي

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دسږ کال په لومړيو  پنځو مياشتو کې څه ناڅه سل زره افغانان له کورونو څخه بې ځايه شوي دي .
دملګروملتو دسازمان په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د ٢٠١٧ ميلادي کال له پيل څخه دافغانستان بې ځايه شويو اوسيدونکو عامل جګړه بلل شوې ده
  دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت دمسوولينو دڅرګندونوله مخې  په هېواد کې سږ کال زياتره بې ځايه شوي کسان دبغلان ، کندز ، ننګرهار دولايتونو اوسيدونکي دي .
دغه راز په هغه رپوټ کې چې پرون دملګروملتو دسازمان د بشري چارو دهمغږۍ دادارې له خوا خپور شوى دى د ٢٠١٧ کال له پيل څخه تراوسه پورې  ١٠٣٢٢٩ تنه دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې مهاجر شوي دي .
دغه شمير په سلو کې شپږ ديرش   د ٢٠١٦کال په نسبت کموالۍ  ښيي . 
دغه اداره دوه مورده دبې ځايه شويو دکميدو اصلي علت بولي لومړى داچې جګړې په سيمو کې دوام لري چې پروسږ کال هم په دغوسيمو کې  دوام درلود چې له امله يې ددغو سيمو اوسيدونکې مخکې له کورونو څخه بې ځايه شوي وو او دويم علت داچې بيو زلۍ زيات شوى او هغه کسان چې دجګړې په سيمو کې بند پاتې دي نورو سيمو ته دتګ توان نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته