ټولنه

د هرات د اداري اصلاحاتو کمېسيون د ولايتي دفتر د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د هرات د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د اداري اصلاحاتو کمېسيون رييس احمد نادر نادري او د هرات والي عبدالقيوم رحيمي  د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي وايي چې دغه ودانۍ به د اداري اړتياوو له په پام کې نيولو او د هرات په اصيلې معمارۍ سره جوړه شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون رييس ټينګار کوي چې د دغې ودانۍ په جوړولوکې د ودانۍ جوړولو او اداري او د استوګنې ټول معيارونه په پام کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ودانۍ په جوړولوکې د هرات فرهنګي ارزښتونه او د ولايت د نويو او د زړو صنايعو توليدات پکې استفاده کېږي.
د نادري د څرګندونو له مخې: دا لومړنۍ عصري ودانۍ ده چې په افغانستان کې د روښنايي، تودولو او سړښت په سيستم کې له برېښنا او لمريزې برېښنا څخه پکې استفاده وشي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته