ټولنه

په پنجشير ولايت کې څه دپاسه اته زروکورنيو ته آسانتياوې برابرې شوې

کابل باختردليندۍ دمياشتې ٣ :
په پنجشير ولايت کې پرون د ملي پيوستون د پروګرام د ټولګټو د پروژو له لارې ٨٧٦١ کورنيو ته آسانتياوې برابرې شوې.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ٦٧ مليونو ٧١٠ زرو افغانيو په لګښت د پنجشير ولايت په ځينو ولسواليوکې د ملي پيوستون د پروګرام د ٢٦ ټولګټو پروژو کار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې چې په هغوکې د اوبو لګولو د کانال، د يو ټولنيز مرکز، د محافظوي ديوالونو او پليو لارو د پلونو جوړول او د اوبو رسولو دشبکو غځول شامل دي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په پنجشيرولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسيه پورې ٢٣٥ کلي د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تر اوسه  په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخوکې ٩٠ پروژې بشپړې او د دې ولايت د خلکو د استفادې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته