کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال او د یاد سازمان د بشري او پرمختیايي چارو مشر اندریکا راټواټ د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ته د سفر په ترڅ کې له مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک سره وکتل.
په دې کتنه کې اندریکا راټواټ د راستنېدونکو افغانو د ټولي پروسې د ښه مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅي وستایلې.
اندریکا راټواټ د راستنېدونکو افغانانو سره د خپلو مرستو اړوند معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د کډوالو سره د مرستو کولو تر څنګ راتلونکي کې د وچکالۍ د مخنیوي، د بزګرانو لپاره د نشه يي توکو د کښت بدیل، د ماینونو له منځه وړلو، خلکو ته د کار زمینه برابرول او نورو برخو کې د همکارۍ کولو پلانونه لرو، چې ډېر ژر به یې په اړه عملاً ګامونه واخیستل شي.
ورته مهال مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو فعالیتونه وستایل او وویل، چي تېرو وختونو کې د نشه يي توکو د مخنیوي په موخه په میلیاردونو پیسې ولګېدې، خو برعکس د نشهيي توکو کښت پرمختګ وکړ او هم پرې په زرګونه افغانان روږد شول، خو اسلامي امارت په نشت امکاناتو د نشه يي توکو د کښت سل سلنه مخنیوی وکړ او هم یې عملاً په نشه توکو د روږدو افغانانو درملنه په روغتیايي مرکزونو کې پيل کړې ده.
نوموړي وویل، په افغانستان کې بشپړ امنیت تأمین دی، فساد ختم شوی او د کار کولو بشپړ زمینه برابره ده، نو د ملګرو ملتونو اړوند ټولې ادارې دې بنسټیزې پروژې پلې کړي، ترڅو د ولس اساسي اړتیاوي پوره کړي.