ورزش

د غيږې نيولو سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
د کابل د لويديځ زون د غيږې نيوونکو د انتخابولو په مقصد نن په غازي لوبغالي کې سيالۍ پيل شوې.
دبدني روزنې او ورزش د رياست د خپرونو د آمريت سرپرست سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې د شپاړلس کلنو او اوولس کلنو ځوانانو ترمنځ پيل شوې دي؛ له ٢٣ کلپونو څخه ٢٩٦ تنه ورزشکاران پکې ګډون لري او په لسو وزنونوکې د دريو ورځو لپاره سيالي کوي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو سياليو په پاى کې به ٤٠ غوره څيرې د کابل د لويديځ زون د غيږې نيولو د منتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته