کابل باختر دليندي شلمه : د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍکې پرون د ماين چاودنه د دووتنو ماشومانو د شهادت سبب شوه . د اندړو ولسوال محمد قاسم ډيسي وال باخترآژانس ته وويل: يوه نجلۍ او يوهلک دکاريز سه پاى په کلي کې د لرګيو د را ټولولو په وخت کې د طالبانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وختل او شهيدان شول . ډيسي وال زياته کړه: طالبانو له مخکې دکاريزونو په لويه لاره کې ماين ښخ کړى و او په زياترو مواردوکې طالبان د بيګناه کسانو د شهادت سبب کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ