امنیت

د پکتيا په مرکزکې پر يوې پوځې اډې د يرغلګرو ډزې

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه په پکتيا ولايت کې د پوليسو پر يوې قرارګاه د يرغلګرو د ډزو په نتيجه کې يو پوځي او يو ملکي وګړى شهيدان شول . دغه پېښه نن سهار د ګرديز ښار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ. د پکتيا ولايت يو امنيتي خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې د يرغلګرو په ډزو کې يو پوځي او يو ملکي وګړى شهيدان شوي دي . ده وويل چې يرغلګر له دغو ډزو وروسته وتښتيدل . په همدې حال کې د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم وويل چې په دې باب څيړنې پيل شوې دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته