
کابل، د غبرګولي ١٤مه، باختر
د کندز پوهنتون مسوولین وایي، چې د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو د هر اړخیزو هڅو، څېړنو او د استادانو په لارښوونه د هوا پر فشار کارېدونکی واټر پمپ جوړ کړی دی.
د یاد پوهنتون مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه واټر پمپ برېښنا ته اړتیا نه لري او کولی شي، چې د یو انچ څخه تر پنځو انچو پورې اوبه په عمودي ډول د ١٠٠٠ مترو په لوړوالي او افقي ډول له دې هم په ډېر لوړوالي ولېږدوي.
په همدې مناست جوړه شوې غونډه کې د کندز پوهنتون رییس ضیاالدین سیرت، د کندز ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزوی، د پوهنتون مرستیالانو او یو شمېر استادانو حضور درلود.
مسوولینو په دې غونډه کې د یادو محصلینو هڅې وستایلې او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
لمر،همنوا