نړۍ

شپږتنه په کراچۍ ښارکې ووژل شول

کراچۍ ډي ډان باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
دپاکستان په کراچۍ ښارکې  نن  د اړو دوړ او د قصدي وژنو په دوام  د يو سياسي فعال په ګډون څه ناڅه شپږتنه ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د غه وژنې د کراچۍ  ښار په بېلابېلو سيموکې شوې دي او پوليسو په دغه ښارکې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې له امله يې ديرش تنه مشکوک کسان  نيول شوي دي او يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده .
په ورانجي ښارګوټي کې نن  په دريو تنو د ډزو له امله په وژل شويوکسانوکې د سياسي ګوند يو غړى هم شامل دى .
دکراچۍ ښار پوليس ادعا کوي چې يوه ورځ مخکې دلښکر جنګوي په ډلې پورې  اړوند څلور تنه ياغيان او  پنځه تنه قاتلين يې په دغه ښارکې دپلټنې دعملياتو په بهيرکې نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته