امنیت

اووه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون  دهېواد په نهو ولايتونو کې اووه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  امنيتي ځواکونو دغه عمليات د ننګرهار ، نورستان ، پکتيا ، خوست ، غزني ، فراه ، جوزجان ، تخار او دهلمند په ولايتونوکې ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو  طالبانو دډلې ديوه قوماندان او ديوه داعشي په ګډون اووه ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول، ديوه داعشي په ګډون دوه ويشت تنه ټپيان او څلور تنه نور ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې  چې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف  ترسره شول دملي اردو يو منسوب شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته