
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ریاست ښوونیز مرکز پرانیستل شو.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نوراحمد سعید، د یاد ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم ، استاد حیات الله رفیقي، ځوانانو او لسګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.
په دغه مراسمو کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور احمد سعید د یاد ښوونيز مرکز په پیلېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې په یاد مرکز کې به په ورځني ډول ۳۳۰ زده کوونکو ته په انګلیسي، کمپیوټر او سواد زده کړې برخه کې په وړیا ډول زده کړې ورکول کېږي.
ورته مهال استاد حیات الله رفیقي بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست وروستۍ لاسته راوړنې او فعالیتونه وستایل او له ځوانانو یې وغوښتل، چې تعلیم وکړي او د خپلو پخوانیو دیني عالمانو او علمي شخصيتونو لاره تعقيب کړي.
لمر