سیاست

جمهوررئیس غني په کابل کې د ایران سفیر سره وکتل

-کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماسپښین په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر محمدرضا بهرامي سره، وکتل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، په هغه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي هم حضور درلود، لومړی د ایران سفیر د خپل دولت او خلکو په استازیتوب د کابل ښار د پرونۍ تروریستي پېښې له امله جمهوررئیس او افغانانو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
هغه د "کابل پروسې" پيل ته په اشارې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې کابل کې جوړه شي وویل، د ایران دولت د کابل پروسې له کنفرانس څخه ملاتړ کوي.
جمهوررئیس غني د ایران سفیر له همدردۍ او تسلیت څخه مننه وکړه، ويې ویل: افغانستان چمتو دی چې د پنځه ګونو همکاریو کمېټو چوکاټ کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې چې پخوا د دواړو هېوادونو له خوا ورباندې توافق شوی دی د ایران اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې پيل کړي.
دواړو لورو د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته