امنیت

په سنګين ولسوالۍ کې څلور تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر د لړم  دولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره دنښتې په بهيرکې ووژل شول .
په دې نښته کې چې د شپې د دولسو بجو په شاوخواکې د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه؛ درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شول .
له بلې خوا د ارزګان امنيتي مسوولينو په دې نښته کې د يوه پوځي وژل کيدل او د يوبل تن ټپي کيدل تاييدکړ .
نښته هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوليسو د سرتيرو په قرارګاوې بريد وکړ.
د ارزګان ولايت دپوليسو مسوول جنرال مطيع الله خان باخترآژانس ته وويل چې دغه نښته د تيرې نيمايي شپې څخه پيل او د سهار تر څلوروبجو يې دوام وکړ.
د پوليسو ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې: په دې درنده نښته کې څلور تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې په دې نښته کې دپوليسو يوسرتيرى شهيد او يوتن بل يې ټپي شو.
ويل کيږي، د دغې نښتې په پاى کې د وسله والو طالبانو په لسګونوجنګي وسايل د افغان پوځيانو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته