(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)روغتیا

د کندهار د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د MRI او ایکسرې ماشینونه نصب او څانګې یې فعالې شوې

کابل، د غبرګولي ٧مه، باختر
کندهار کې د عينو مېنې په ۳۵۰ بستريز روغتون کې د MRI او X-Ray ماشينونه نصب او اړوندې څانګې يې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، مرستيال والي مولوي حيات الله مبارک او نورو مسوولينو په ګډون پرانیستل شوې.
په دې مراسمو کې مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادو ماشينونو په اړه وويل، چي د MRI ماشين په ۴۰ ميليونه افغانۍ او د ډيجيټل X-Ray ماشين په پنځه ميليونه افغانۍ له دولتي بودجې څخه اخیستل شوی دی.
ورته مهال مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم د یادو روغتیايي وسايلو په فعالیت خوښي وښوده او دا یې د کندهار لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي د ولایتي ادارې له ادرسه ولس ته د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.
په یادو مهمو ماشینونو سره به د جنوب لوېديځې حوزې په کچه به یاده برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا