کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
وسله والو طالبانو نن سهار په جوزجان ولايت کې له څلورو موټرچلوونکو سره يې دتيلو دوه ټانکرونه وتښتول .
دجوزجان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې دغه ټانکرونه دفارياب ولايت له اقينې بندر څخه تيل بار کړي و او مزاشريف ښار ته لېږدول . چې دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وتښتول شول .
دجوزجان دوالي وياند باختراژانس ته وويل چې دغه ټانکرونه په ملي سوداګرو پورې مربوط و او دپوليسو له خوا ددغو ټانکرونو دموندلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم