خبرونهامنیت

د کندهار د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په لسګونه  پولیس فارغ شول

کابل، د لړم ۲مه، باختر

د کندهار سمیه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په لسګونو  پولیس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

د یاد مرکز د رسنیو مسوول حمیدالله ذاهد د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د کندهار د ملي پولیسو د ښوونیز او روزنیز مرکز د کروالانو او ټاورانو برحاله ساتونکي د یوې میاشتي مسلکي زده کړو وروسته نن فارغ شول.

په همدې مناسبت نن د په جوړه شوې غونډه کې د یاد مرکز قومندان مولوي مطیع الله فاروقي وویل، چې د ښوونې او روزنې د عمومي قومندانۍ په لارښوونه یې د خپل مرکز ساتونکو ته مسلکي زده کړي ورکړې دي.

د فاروقۍ په خبره، د دوی زده کړې او مسلکیتوب به د امنیت په ټینګښت کي مهم رول ولوبوي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا