امنیت

په نورستان کې دنهو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د ثور ٢٤
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه  تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په  دغو وسله والو طالبانو  نن سهار دنورستان ولايت  په کامديش  ولسوالۍ  کې د ډيورند له کرښې څخه دتيريدو په وخت کې  دپوځيانو له خوا ډزې وشوې  
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه يرغلګر ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول .
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار  د  نورستان ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه  ماينونه کشف او شنډ کړل
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
طالبان په افغانستان کې  په ګن ميشتو لارو اوسيمو کې  دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
   ختم_ ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته