
کابل، د وږي ١٢مه، باختر
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین تر ٢٠ کلونو ځنډ وروسته د دغه ولایت د پوهنې مطبعې د بېرته فعالېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي باختر آژانس ته وویل، چې د پوهنې ریاست اړوند دغه مطبعه د افغانستان اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې فعاله شوې وه، چي په تېر شل کلن دور کې یې فعالیت په ټپه درېدلی و، اوس بېرته فعاله شوه.
نوموړي وویل، چې دغه مطبعه هره ورځ تر ٤٠ زره ګڼو پورې د ورقو د چاپ وړتیا لري، چي دا یوازې د کندهار پوهنې ریاست نه، بلکې د زون په کچه د پوهنې ریاستونو اړتیاوې پوره کولای شي.